IQNA

د کربلا جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو دریم پړاؤ پیل شوی

15:03 - July 02, 2024
د خبر لمبر: 3489470
ایکنا – دعتبات مقدسه،زیارتونو،مقاماتو اود اسلامی نړۍ د مشهورو جوماتونو د ځانګړې کربلا جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو دریم پړاؤ د چنګاښ د میاشتې په نهمه د نړۍ د ۲۳ هیوادونو د استازو په ګډون سره پیل شوی دی.

ایکنانیوز له کربلا راپور راکوي،د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن کریم مرستیالۍ د کربلا د نړیوالې جایزې د قرآن کریم د حفظ او قرائت د سیالیو دریم پړاؤ پیل کړی دی. 

سږکال په دغو سیالیو کې چې د اسلامی نړۍ مشهورو جوماتونو،مقاماتو ،زیارتونو او عتبات مقدسه ته ځانګړي دي، د ۲۳ هیوادونو نمایندګان پکې ګډون کوي. 

د حسینی مقدس آستان د قرآنی رسندویو د برخې مسئول کرار الشمري په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛دغه نړیوالې سیالۍ، له ۲۳ عربو او نورو هیوادونو په نمایندګۍ د قرآن کریم د ۶۱ حافظانو او قاریانو په ګډون سره،او د ملی او نړیوال قرآنی  مرکزونو او موسیسو د یو شمیر نمایندګانو،پوهنتونوالو او عالمانو په شتون سره بیل شوې ده.

الشمري زیاته کړې ده ،ددغو سیالیو هدف دا دی چې قرآن کریم د جاهلانو او ګمراهانو لپاره د هدایتونکي نور او د هغې ترازو یا تلې په عنوان سره چې له حقه  نه منحرفیږي او د هغه نجات بیرغ چې ګمراهان ژغوري ، معرفي کوي.

الشمری روښانه کړې ده ،په دغو سیالیو کې هغه ۱۵ قاضیان قضاؤت کوي چې په قرآنی علومو او دیني خلاقانه هنرونو کې متخصص دي او د قرآڼ په نړیوالو سیالیو کې  ئې قضاؤت کړی دی.

هغه روښانه کړه ،هغه څه چې دغه سیالي له نورو بیّلوي، په حسیني مقدس آستان کې ترسره کیدا او د دینی مرجعیّت د نماینده او حسیني مقدس آستان تولیّت شیخ عبدالمهدي الکربلائي ملاتړ ورسره دی.دغه سیالۍ پخپل ډول کې بې مخینې دي او یوازې په اسلامی نړۍ کې عتبات مقدسه،زیارتونو،مقاماتو او مشهورو جوماتونو ته  مخصوصې دي.

 د سیالیو د ترسره کونکي کمیټې د اعلان په اساس ددغو سیالیو د حفظ او قرائت د څانګو پنځه برلاسه کسانوته به په ترتیب سره درې میلیون عراقي دینار، دوه میلیون او پنځه لکه عراقی دینار، دوه میلیون دینار،یومیلیون او پنځه لکه عراقي دینار جایزه ډالۍ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4224140

captcha